Friday, July 24, 2015

د ٢٤ جولايي د فېسبوک پوسټونه - حمدالله ارباب

بی دینه موسلماني

یو نیم پښتانه موسلمانان چې غوا اخلي نو د غوږونو نه نیولې تر غولانځو او لکۍ پورې ې هره پورزه لټوي، څه کی چې شل زره کلداری قیمت لري او باید تاوان وه نه کړي!
خو 
چې کله د شرعي احمکامو او په ټوله کې په اسلام د ځان پویولو او عمل کولو وار راشي نو بیا الا بلا د ګردن مولا!!
کور دې وران شه په دې بی دینه موسلمانی!
تل به امداسې شرمیدلی او زلیله ې!
‫#‏فیلنګ‬_په_زور_د_خدای (ج)


وایه لیونیه چې نیوکه که سیلفي ښه دی! 

نیوکې هغه څوک کوي چې د یو مسلې په ګټه او تاوان ښه خبر وي، د حل لاره هم لري. 
دا چې زما په شان ې ایله په فیس بوک ې پښتو لیکل زده کړه، او باسیږي په ولسمشر غني نیوکې کوي، ته مې وړاندیز دا دی چې ستا په خوله څوک بیاز هم نه خوري، ښه به وي چې یو سیلفي واخلې ترڅو وطن پرمختګ وکړي!!!
‫#‏فیلنګ‬ خانده اربابه د خندا دې مړ کړم!!!

لنډه قیصه

نو نو نو رور مې راته کابل میکرویانو کې قیصه کوله چې ل
الا بار دوکانونو مخکې ولاړ اومه چې یو رینجر موټر رالو او پولیس ترې راکوز شول او په دوکانونو ورننوتل او چې چا سره به ې هم پلاسټیکې تمانچې/ټوپکې او پټاقې (بارود) پیدا کړې هغه به ې ترې جمول او نور ې ورسره قانوني ایساب کتاب وکړو. 
قیصه پایان شود!
بس ټوله امدغومره قیصه وه چې که چارواکي وغواړي چې قانون پلی کړي نو عمل کول دي او بس، زمونږ هیله د ولسمشر او ټولو دولتي چارواکو نه دا ده چې د هر غیر قانوني کړنې پر وړاندې امدا رنګه عمل وکړي.
شکر الحمدلله
‫#‏فیلنګ‬ نو ټق ټوق!!

Thursday, July 23, 2015

رنګونه - حمدالله ارباب

فکر وکړی!

چې سپین ږیری ولسمشر غني څه اړتیا لرله چې خپل ارام ژوند ې پریښود او د نړۍ د مشهورو تربیه شوو داړه مارانو، قاتلینو، ټوپکیانو او پاټکیانو منځ ته د یو قلم سره را داخل شو، هن؟


تر دکتورا زده کړې، 
نړیوال شهرت
کافي دولت
تعلیمیافته اولاد
امریکايي ګرین کارډ
د استاذ عزت

او داسې نور ې پريښودل، ولې؟

د مادیاتو په ننې عصر کې به څوک دومره قرباني ورکړي؟ شته څوک چې دغومره وړتیا ولري او بیا دې وران ویجاړ وطن ته راشي او په اخلاص سره خدمت ته ملا وتړي؟

په اوسنې دور کې سپین ږیرې ولسمشر غني یو داسې انځورګر دی چې د نړۍ په ټولو انځورونو بلد دی او د خپل وطن د رنګونو نه هم ښه خبر دی چې څومره دي او څرنګه ترکیب ورته برابر کړي چې د وران ویجار افغانستان د مخ انځور پرې د سره جوړ کړي ترڅو د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په منځ کې یو ځانګړې شناخت ولري.

نو هیله مو له تاسو دا ده چې راځې د بیځایه تنقیدونو او تخریب نه تیر شو او د ولسمشر سره د ګران وطن افغانستان د انځور په رغولو کې تر خپله وسه مرسته وکړو.

خدای مه که که سبا ته دا سپین ږیری وه نه لرو نو څه به کوو، فکر وکړی؟

مننه

ښه ملګري

ښه ملګري هغه دي چې تا له هغه تورې بلا نه وژغوري چې ستا په کوپړی کې بره ناسته ستا فکر او عمل د بربادی په لور هڅوي. 

ښه ملګري به دې تل د هر تخریبي فکر او عمل په وړاندې دې کلک ودریږي، دلایل به درسره وایی او د بربادی مخه به دې نیسي.
Hamdullah Arbab Huge to Israr Atal


دا رنګه ښه ملګري ممکن تاسو ته په ظاهره ایمان پلورونکې، جاسوسان، دلالان او د وطن دشمنان ښکاري، خو چې خدای مه که کله دې هم سر د کندې سر ته ورسیدو او څوک هم نه وي چې د ژغورنې لاس درکړي، الته به بیا د ښه ملګري د خبرو او کومک ارمان درشي خو وار به تیر وي.
نو
را ځې چې خپلو ښو ملګرو سره یو ځی شو، یو بل ته غوږ شو او ځانونه اصلاح کړو او رښتینې ملګرتیا وپالو.
مننه
#‏د‬ اصلاح په لور!

Wednesday, July 22, 2015

کرکټ دعا

یا الهي نن مو یو ځل بیا د نړۍ به کچه د خوشالۍ او ځلیدلو چانس دی، ته مو دعا قبوله کړه، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته بریا ور په پرخه کړه. 

Afghanistan Cricket Team Ex Captain

او در زیمنې ازین!!
هغه د نه سړي اولاد ته هم د نیکې هدایت وکړې چې په هره خوشالی کې د غم جوړولو کوشش کوي او هوايي ډزې کوي. 
تاسو وایاست آمین. 

کلتور

د کلتور وزارت ممکن په تاریخي اثارو، زړو کوټنو او قلاګانو بلا شی پیسې مصرف کوي ځکه چې تاریخي ارزښت به لري نو!! 

خو زما په فکر،

The Pashtoon Man Painting

بهتره به وي چې خپل اولیتونه مالوم کړي او د دغه زړو قلاګانو د رغوني په ځی د نوي نسل د فکرونو رغولو ته پام وکړي، ځکه که نن افغانان په ځانګړې توګه د پښتون بچې د ټوپک او بدماشي کلتور زده کوي نو بیا زړې قلاګانې خو لا څه کوې چې دا نوي بلډنګونه به هم ترې نه په امان کې پاتې نه شي، دا خبره یو ځل مونږ تجربه کړې ده. 

نو هیله مې د کلتور وزارت د ټولو چارواکو په ځانګړې توګه د جهاني صیب نه دا ده چې هغه سي ډي فلمونه او ډرامې چې د بل وطن او پيښور نه دلته افغانستان را ځي او زما د نوي ځوان نه لوفر جوړوي، باندې بندیز ولګوي.
زمونږ غږ واوری!!

د سولې اختر

د اختر د اولې ورځې نه نیولې تر پرون ماښامه راته مالومه شوه چې سوله وي نو بیا د ژوند هره ورځ لکه د اختر داسې په خوشالیو او مینه تیریږي. دا ځل به ملګرو دا خبره نوټ کړي وي چې د سپین ږیري ولسمشر غني په رهبری کې د سولې کومې خبرې چې بیل شوې دې، په ټولو افغانانو کې د ژوند کولو یو نوې روحیه بیدا کړې ده.

Afghan President Ashraf Ghani

دا ځل اختر د تیرو اخترونو په څیر په هغومره بی ګونا غمونو ککړ نه ,. ځوانانو د وطن په ګُډ ګُډ کې د اختر ورځې په خوشالیو او میلو ولمانځلې. د جالبات ښار چې د ډیرې مودې نه ې د غمونو سادر په ځان تاوکړی، دا ځل د اختر په وځو شپو کې د خوشالیو او رڼاګانو ډک ښکاریدو. پرون ماښام چې د کوچنې اختر څلورم ماښام و, بیا هم ډلې ډلې سپین ږیري، ځوانان او ماشومان د ښار مختلفو باغونو او پارکونو ته د ژوند د خوشالیو په خاطر ور روان ول. زړه مې خوشاله شو! ډیره موده وروسته راته د ژوند احساس وشو او امید مې لا هم ډیر شو چې دا سپین ږیرې مخصل ولسشمر به دا ځل وطنوالو ته سوله راولي. بی له شکه چې زمونږ د سولې سادر په دومره اغزو کې نختی دی چې راخلاصول به ې اسان کار نه وي، خو د سپین ږیري ولسمشر کلک هوډ او حکمت مونږ ټولو ته دا ډاډ راکوي چې نن دی که سبا دی ګران وطن افغانستان په جوړیدو دی.
سوله زنده باد!
سپین ږیری ولسمشر زنده باد!
ګران افغانستان زنده باد!

اعتماد

ښه وخت و، سختي وه، غربت و خو هرڅه په عزت و !
په اتیا یمه لسیزه کې به پښتنو یو بل له دومره مینه ورکوله چې ځلمې ځلمې الکان به ې خپلو کورونو ته د ځان سره وړل او د غرمې ډوډی به ې د هغوۍ د کورنی د ټولو غړو سره یو ځای خوړله، یو خلوص و، یو اعتماد او پښتونولي وه.
Afghan Artist Hamdullah Arbab Selfie


نن راشه چې که ورور او خور دې په کوټه کې ځانله پریښودل نو خطا کار شي!
الله پاک دې په مونږ رحم وکړي.
عاقبت خیر!
#‏فیلنګ‬ د ځینو رسنیو رسۍ باید پریکړل شي!

د فیس بک ګمنامه مخلوق ته

ګورۍ یارانو، یو خواست درته کومه چې زمونږ نه قلار شۍ. 

یو نیم وخت تاسو په یو داسی مسله (ښه یا بده) کې چې عملا د ولس په منځ کې ترسره کیږي، ته د فیس د پاڼو نه سره او شنه کیږۍ، حال دا چې زیاتره اکاونټونه مو جالي دي. حتی د ډیری یری نه مو خپل نوم، نر/ښځه، ځی ځیګی پټ ساتلي وي. 


بلخوا ته زمونږ په څیر د ډیرو نورو یارانو هر څه په ډاګه دي، ولی تاسو بیا هم زمونږ نه دا غوښتنه کوۍ چې ولی د یو مشکل په وړاندی خپل غږ نه پورته کوو او ولی دا نه کوو او هغه نه کوو. 

نو زما روره ګوله، ته خو به چیرته بی موره بې پلاره کم چا د فیس د پاره به کرایه نیولی ې. په مونږ به دا شته د لانجو ډک ژوند نور هم راخراب کړې. ځکه ستا خو د نر او ښځي، دین او دنیا څه پته نه لګي خو مونږ به دی هسی په چا غلبیل کړي یو!!!

هو، که چیرته داسی وي چې خپله هم لکه د نر هرڅه په ډاګه وایی، شناخت دی مالوم وي او د خپلی خبری نه په عمل کې دفاع کولی شې نو بیا یا بسم الله، ته رامخکې شه او مونږ به درپسی یو، که بیا درسره چا بیماني وکړه نو ګیله به دې په ځی وي. 

او که داسی وي چې په په پټ مخ د فیس په پاڼو وطن ابادول وي او زمونږ په څیر آرټشټان د خلکو سره په لانجو اړوی نو بیا خو دی زمونږ درته لس ګزه سلام وي، مونږ نه قلار شه. (که زما په خبره دغه د فیس بک ګمنامه مخلوق خپه شوی وي نو زړونه دې ې ټق وچوي!)

بیځایه صفتونه

په خدای چې یو نیم وخت مونږ پښتانه ملګري، خاصکر د ادبي حلقو والا د یو بل دونه صفتونه وکو چې بیا روسته پکې حتی د اصلاحي نیوکې یا وړاندیز د پاره ځی هم نه وي پاتې! غټ غټ پیځایه الفاظ لکه ستر، هستي، ملي دا او یا ملي هااااغه! په حقیقت کې بیا هم هغه د بیلنس خبره ده چې مونږ ې په پام کې نه نیسو او په صفت کې افراط کوو. 



نو هیله مې دا ده چې مه برناقه سړي/ښځې ته دومره هوا ورکوی چې لکه ګیسي پوکڼی اسمان ته والوزي او بیا ې راکوزول سخت وي او مه ې دومره سپکوې چې پیا ورته ستاسو راټیټیدل امکان وه نه لري او په ټوله کې داسې یو ماحول ولرو چې ښه ته بس ښه او وایو او بد ته بس بد، ترڅو که یو څوک رښتیا هم بیخي داسې کوم ایکسټرا آرډینري کار وکړي نو بیا ې ځانګړې ستاینه یا غندنه وکړو.