Friday, July 24, 2015

د ٢٤ جولايي د فېسبوک پوسټونه - حمدالله ارباب

بی دینه موسلماني

یو نیم پښتانه موسلمانان چې غوا اخلي نو د غوږونو نه نیولې تر غولانځو او لکۍ پورې ې هره پورزه لټوي، څه کی چې شل زره کلداری قیمت لري او باید تاوان وه نه کړي!
خو 
چې کله د شرعي احمکامو او په ټوله کې په اسلام د ځان پویولو او عمل کولو وار راشي نو بیا الا بلا د ګردن مولا!!
کور دې وران شه په دې بی دینه موسلمانی!
تل به امداسې شرمیدلی او زلیله ې!
‫#‏فیلنګ‬_په_زور_د_خدای (ج)


وایه لیونیه چې نیوکه که سیلفي ښه دی! 

نیوکې هغه څوک کوي چې د یو مسلې په ګټه او تاوان ښه خبر وي، د حل لاره هم لري. 
دا چې زما په شان ې ایله په فیس بوک ې پښتو لیکل زده کړه، او باسیږي په ولسمشر غني نیوکې کوي، ته مې وړاندیز دا دی چې ستا په خوله څوک بیاز هم نه خوري، ښه به وي چې یو سیلفي واخلې ترڅو وطن پرمختګ وکړي!!!
‫#‏فیلنګ‬ خانده اربابه د خندا دې مړ کړم!!!

لنډه قیصه

نو نو نو رور مې راته کابل میکرویانو کې قیصه کوله چې ل
الا بار دوکانونو مخکې ولاړ اومه چې یو رینجر موټر رالو او پولیس ترې راکوز شول او په دوکانونو ورننوتل او چې چا سره به ې هم پلاسټیکې تمانچې/ټوپکې او پټاقې (بارود) پیدا کړې هغه به ې ترې جمول او نور ې ورسره قانوني ایساب کتاب وکړو. 
قیصه پایان شود!
بس ټوله امدغومره قیصه وه چې که چارواکي وغواړي چې قانون پلی کړي نو عمل کول دي او بس، زمونږ هیله د ولسمشر او ټولو دولتي چارواکو نه دا ده چې د هر غیر قانوني کړنې پر وړاندې امدا رنګه عمل وکړي.
شکر الحمدلله
‫#‏فیلنګ‬ نو ټق ټوق!!

No comments:

Post a Comment