Wednesday, July 22, 2015

د فیس بک ګمنامه مخلوق ته

ګورۍ یارانو، یو خواست درته کومه چې زمونږ نه قلار شۍ. 

یو نیم وخت تاسو په یو داسی مسله (ښه یا بده) کې چې عملا د ولس په منځ کې ترسره کیږي، ته د فیس د پاڼو نه سره او شنه کیږۍ، حال دا چې زیاتره اکاونټونه مو جالي دي. حتی د ډیری یری نه مو خپل نوم، نر/ښځه، ځی ځیګی پټ ساتلي وي. 


بلخوا ته زمونږ په څیر د ډیرو نورو یارانو هر څه په ډاګه دي، ولی تاسو بیا هم زمونږ نه دا غوښتنه کوۍ چې ولی د یو مشکل په وړاندی خپل غږ نه پورته کوو او ولی دا نه کوو او هغه نه کوو. 

نو زما روره ګوله، ته خو به چیرته بی موره بې پلاره کم چا د فیس د پاره به کرایه نیولی ې. په مونږ به دا شته د لانجو ډک ژوند نور هم راخراب کړې. ځکه ستا خو د نر او ښځي، دین او دنیا څه پته نه لګي خو مونږ به دی هسی په چا غلبیل کړي یو!!!

هو، که چیرته داسی وي چې خپله هم لکه د نر هرڅه په ډاګه وایی، شناخت دی مالوم وي او د خپلی خبری نه په عمل کې دفاع کولی شې نو بیا یا بسم الله، ته رامخکې شه او مونږ به درپسی یو، که بیا درسره چا بیماني وکړه نو ګیله به دې په ځی وي. 

او که داسی وي چې په په پټ مخ د فیس په پاڼو وطن ابادول وي او زمونږ په څیر آرټشټان د خلکو سره په لانجو اړوی نو بیا خو دی زمونږ درته لس ګزه سلام وي، مونږ نه قلار شه. (که زما په خبره دغه د فیس بک ګمنامه مخلوق خپه شوی وي نو زړونه دې ې ټق وچوي!)

No comments:

Post a Comment