ښه ملګري هغه دي چې تا له هغه تورې بلا نه وژغوري چې ستا په کوپړی کې بره ناسته ستا فکر او عمل د بربادی په لور هڅوي.
ښه ملګري به دې تل د هر تخریبي فکر او عمل په وړاندې دې کلک ودریږي، دلایل به درسره وایی او د بربادی مخه به دې نیسي.
دا رنګه ښه ملګري ممکن تاسو ته په ظاهره ایمان پلورونکې، جاسوسان، دلالان او د وطن دشمنان ښکاري، خو چې خدای مه که کله دې هم سر د کندې سر ته ورسیدو او څوک هم نه وي چې د ژغورنې لاس درکړي، الته به بیا د ښه ملګري د خبرو او کومک ارمان درشي خو وار به تیر وي.
نو
را ځې چې خپلو ښو ملګرو سره یو ځی شو، یو بل ته غوږ شو او ځانونه اصلاح کړو او رښتینې ملګرتیا وپالو.
مننه
#د اصلاح په لور!
No comments:
Post a Comment