Wednesday, July 22, 2015

د سولې اختر

د اختر د اولې ورځې نه نیولې تر پرون ماښامه راته مالومه شوه چې سوله وي نو بیا د ژوند هره ورځ لکه د اختر داسې په خوشالیو او مینه تیریږي. دا ځل به ملګرو دا خبره نوټ کړي وي چې د سپین ږیري ولسمشر غني په رهبری کې د سولې کومې خبرې چې بیل شوې دې، په ټولو افغانانو کې د ژوند کولو یو نوې روحیه بیدا کړې ده.

Afghan President Ashraf Ghani

دا ځل اختر د تیرو اخترونو په څیر په هغومره بی ګونا غمونو ککړ نه ,. ځوانانو د وطن په ګُډ ګُډ کې د اختر ورځې په خوشالیو او میلو ولمانځلې. د جالبات ښار چې د ډیرې مودې نه ې د غمونو سادر په ځان تاوکړی، دا ځل د اختر په وځو شپو کې د خوشالیو او رڼاګانو ډک ښکاریدو. پرون ماښام چې د کوچنې اختر څلورم ماښام و, بیا هم ډلې ډلې سپین ږیري، ځوانان او ماشومان د ښار مختلفو باغونو او پارکونو ته د ژوند د خوشالیو په خاطر ور روان ول. زړه مې خوشاله شو! ډیره موده وروسته راته د ژوند احساس وشو او امید مې لا هم ډیر شو چې دا سپین ږیرې مخصل ولسشمر به دا ځل وطنوالو ته سوله راولي. بی له شکه چې زمونږ د سولې سادر په دومره اغزو کې نختی دی چې راخلاصول به ې اسان کار نه وي، خو د سپین ږیري ولسمشر کلک هوډ او حکمت مونږ ټولو ته دا ډاډ راکوي چې نن دی که سبا دی ګران وطن افغانستان په جوړیدو دی.
سوله زنده باد!
سپین ږیری ولسمشر زنده باد!
ګران افغانستان زنده باد!

No comments:

Post a Comment