Wednesday, July 22, 2015

بیځایه صفتونه

په خدای چې یو نیم وخت مونږ پښتانه ملګري، خاصکر د ادبي حلقو والا د یو بل دونه صفتونه وکو چې بیا روسته پکې حتی د اصلاحي نیوکې یا وړاندیز د پاره ځی هم نه وي پاتې! غټ غټ پیځایه الفاظ لکه ستر، هستي، ملي دا او یا ملي هااااغه! په حقیقت کې بیا هم هغه د بیلنس خبره ده چې مونږ ې په پام کې نه نیسو او په صفت کې افراط کوو. 



نو هیله مې دا ده چې مه برناقه سړي/ښځې ته دومره هوا ورکوی چې لکه ګیسي پوکڼی اسمان ته والوزي او بیا ې راکوزول سخت وي او مه ې دومره سپکوې چې پیا ورته ستاسو راټیټیدل امکان وه نه لري او په ټوله کې داسې یو ماحول ولرو چې ښه ته بس ښه او وایو او بد ته بس بد، ترڅو که یو څوک رښتیا هم بیخي داسې کوم ایکسټرا آرډینري کار وکړي نو بیا ې ځانګړې ستاینه یا غندنه وکړو.

No comments:

Post a Comment