فکر وکړی!
چې سپین ږیری ولسمشر غني څه اړتیا لرله چې خپل ارام ژوند ې پریښود او د نړۍ د مشهورو تربیه شوو داړه مارانو، قاتلینو، ټوپکیانو او پاټکیانو منځ ته د یو قلم سره را داخل شو، هن؟
تر دکتورا زده کړې،
نړیوال شهرت
کافي دولت
تعلیمیافته اولاد
امریکايي ګرین کارډ
د استاذ عزت
نړیوال شهرت
کافي دولت
تعلیمیافته اولاد
امریکايي ګرین کارډ
د استاذ عزت
او داسې نور ې پريښودل، ولې؟
د مادیاتو په ننې عصر کې به څوک دومره قرباني ورکړي؟ شته څوک چې دغومره وړتیا ولري او بیا دې وران ویجاړ وطن ته راشي او په اخلاص سره خدمت ته ملا وتړي؟
په اوسنې دور کې سپین ږیرې ولسمشر غني یو داسې انځورګر دی چې د نړۍ په ټولو انځورونو بلد دی او د خپل وطن د رنګونو نه هم ښه خبر دی چې څومره دي او څرنګه ترکیب ورته برابر کړي چې د وران ویجار افغانستان د مخ انځور پرې د سره جوړ کړي ترڅو د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په منځ کې یو ځانګړې شناخت ولري.
نو هیله مو له تاسو دا ده چې راځې د بیځایه تنقیدونو او تخریب نه تیر شو او د ولسمشر سره د ګران وطن افغانستان د انځور په رغولو کې تر خپله وسه مرسته وکړو.
خدای مه که که سبا ته دا سپین ږیری وه نه لرو نو څه به کوو، فکر وکړی؟
مننه
No comments:
Post a Comment